نازو پالیشۍ وايي هیڅوک یې ناز نه وړي

نازو بوټان پالیش کوي



په جلال اباد ښار کې په لسګونو داسې ماشومانې نجونې ليدل کيږي چې د بوټ پاليش اسباب يې په لفافه کې اچولی وي په مارکيټونو ، دوکانونو او هوټلو له سهار تر ماخوستنه ګرځي او د پاليش نارې وهي. په دوی کې داسې نجونې هم شته چې پلرونه يې د پوډرو په نشو او جوارۍ روږدي دي او خپلې ماشومې لوڼې مجبوروي چې د بوټ پاليش په نامه له خلکو پيسې راټولې کړي. له همدغسې يوې نجلۍ سره په جلال اباد کې د مشال راډيو همکار بازمحمد عابد غږيدلی دی. په ګډه يې اورو.



ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نازو پالیشۍ