د پاکستان د کورنیو چارو وزارت، مشاور رحمان ملک ويلي دي که چېرې د ناټو د رسد خلاف په لاريون کې تر بنديز لاندې ډلو برخه واخېسته نو غړي به يي نيول کيږي.
دفاع پاکستان کونسل چې پهکې تر بنديز لاندې د ډلو غړي هم شامل دي ،نن به د لاهور نه لاريون پیلوي او سبا له به اسلام اباد ته رسيږي.
دوي د پاکستان لخوا په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د سامان د رسد د بحالۍ پرضد د لاريون ويستلو پريکړه کړې.
دپاکستان حکومت وروسته له هغې ناټو ته د سامان د رسد لپاره خپلې زمکنۍ لارې پرانيستلې چې امريکا په سلا له پيښه د افسوس څرګندونه وکړه .