وسله والو سره د مالي مرستو تور، پر دوو شرکتونو بندیز



واشنګټن - امريکا وايي په افغانستان او پاکستان کې فعاليت کوونکي د پيسو د حوالې دوه شرکتونه یا کمپنۍ او د دوی مالکان يې طالبانو ته د مالي مرستو رسولو په تور کې په رسمي توګه تورن پېژندلي دي.


د امریکا د خزانې د وزارت د عامه اړیکو څانګې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د حاجي خیرالله ، حاجي ستار مني ایکسچېج او روشن مني ایکسچېنج په نومونو دوه د پیسو د حوالې شرکتونه یې تورن پېژندلي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې دې دوو کمپنیو چې په افغانستان او پاکستان کې دفترونه لري ، د وسله والو طالبانو لپاره یې پسې راغونډولې او یا یې ورلېږلې.

خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو له دې کمپنیو څخه د خپلو ترهګریزو فعالیتونو او د مخدره موادو د کاروبار لپاره د پېسو د لېږلو کار اخیستی دی.

او د خبرپاڼې په لیکنه ، ملګرو ملتونو هم د دې کمپنیو د مالکانو حاجي خیرالله بارکزي او حاجي ستار بارکزي نومونه په هغه تور لسټ کې واچول څوک چې له وسله والو طالبانو سره په مرستو کولو تورن دي.