نړیوالې رسنۍ (د جون ۲۳مه)

ژباړه: پامیر ساحل

فارن پالیسي

په فارن پالیسي مجلې کې د نړیوالو اړیکو د پروفیسرې کرسچین فېیر مقاله خپره شوې ده. نوموړې لیکي، څنګه چې امریکایانو ته لارې تنګې شوې دي چې له پاکستان سره اړیکي وساتي نو هلته اسلام اباد هم په واشنګټن کې د پالیسۍ قضیې بڼه ور بدله کړې ده.


د روانې اوونۍ پر مهال د پاکستان زیات فعاله او لالهانده سپریم کورټ پرېکړه وکړه چې یوسف رضا ګیلاني نور د دې وړ نه دی پاتې چې وزیر اعظم و اوسي. د پنجشنې پر ورځ بیا یوه بل عدالت د مخدوم شهاب الدین د نیونې امر ورکړ چې ولسمشر اصف علي زرداري د ګوښه کړل شوي ګیلاني پر ځای د لومړي انتخاب په توګه مخې ته راووست.

لیکواله کاږي، عدالت د پخواني وزیر اعظم ګیلاني د زوی نیولو امر هم ورکړ.

د کرسچین فېیر په خبره، که د پاکستان ملکي حکومت پخوا په بشپړه توګه غیر فعاله نه وو نو اوس دی. بدبختانه د امریکايي تګلارې هدف دا وو چې په ۲۰۰۸ز کال کې د ټاکل شوي ولسي حکومت ثبات یقیني کړي.

په مقاله کې راغلي، دا حیرانوونکې نه ده چې امریکا پاکستان ته غوسه ده.

کرسچین فېیر لیکي، په واشنګټن کې ډېرو ورته ویلي چې ((پر پاکستان بمبارۍ ته ډېر نېږدي دي.)) خو پاکستانیان اوس هم په دې خوب کې روان دي چې د دوی هیواد مهم دی. د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا ښايي په دې وروستیو کې په ډیلي او کابل کې له خپلو څرګندونو سره، د دوی دا خوب خراب کړی وي.

نوموړې لیکي، پانیټا نه یواځې دا په سپینه وویل چې امریکا د پاکستان له چلناکو دوکو ستړې ده بلکې هغه دا خبره هم ښکاره وکړه چې پاکستان له امریکا د ترهګرۍ ضد د مرستې په نوم په اربونو ډالره اخیستي دي او د هغو عناصرو استعمال ته یې هم دوام ورکړی دی چې امریکايي سرتېري وژني.

کرسچین فېیر زیاتوي که پاکستان په اشاره نه وي پوه شوای نو پانیټا دا خبره ښکاره وکړه چې ((هر هغه کس چې پر امریکايي پوځیانو حمله کوي،)) هغه د ((امریکا دښمن)) دی او دا چې ((نور یې امریکا نشي زغملای.))
فنانشل ټایمز

بل پلو فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په اړه تر یوه نړیوال کنفرانس مخکې چې د دې هیواد له پاره د اربونو امریکايي ډالرو مرستو غونډولو په موخه جوړېږي، افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې پر ورځ پارلېمان ته د وینا پر مهال پر حکومت ټینګار وکړ چې د اداري فساد پر ضد مبارزه سخته کړي. اداري فساد له کالونو راهیسې د نوموړي د حکومت باور ته زیان رسولای دی.

ورځپاڼه لیکي، د کرزي وینا ښکاري داسې لکه د هغه نظر بدلولو یوه هڅه وه چې د ده د حکومت په اړه موجود دی او ویل کېږي چې دا حکومت د امریکا او ناټو لخوا د اربونو ډالرو د سم استعمال توان نه لري.

پیسې ورکوونکو هیوادونو مخکې لویه ژمنتیا ښودلې چې مرسته به په دې شرط کوي چې په افغانستان کې د حکومت دارۍ نظام پرمختګ وکړي او ښه شي.

ورځپاڼه لیکي، د کرزي حکومت چې د اقربا پرورۍ د تورونو پر وړاندې لږ کار کړی دی او اکثر یې هغو امریکايي شرکتونو تور پورې کړی چې په افغانستان کې کار کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د کرزي وینا ته شنونکو په دوه نظرونو کتلي، ځینې دا فکر کوي چې کرزی غواړي د خپلې دورې پای ته تر رسېدو وروسته مثبت میراث پرېږدي. ځینې بیا دا فکر کوي چې کرزي هڅه وکړه چې د ټوکیو په کنفرانس کې د خپل هیواد له پاره زیاتې پیسې وغواړي.