هارون باچا - مشال راډیو
واشنګټن:- په داسې حال کې چې راپورونه وايي امريکا په دې وروستيو کې د ډرون بريدونو له لارې د مشکوکو ترهګرو تنانو د په نښه کولو لړۍ تېزه کړې، ملګرو ملتونو له واشنګټنه غوښتی چې د خپل دغه پروګرام قواعد روښانه کړي-
له ياد سازمان سره له عدالته د باندې او ډله ييزو وژنو د پلټنو په برخه کې کارکوونکي متخصص کرېسټوف هينز په خپل يو راپور کې ويلي چې د امريکا حکومت د نړۍ په هېوادونو کې، چې افغانستان، پاکستان، يمن او سوماليا هم پکې شامل دي، د مشکوکو ترورېستانو د هدفي وژنو په مقصد د بې پيلوټه الوتکو حملې کړې دي-
ښاغلي هينز په خپل راپور کې هغو اقداماتو ته کتنه کړې چې د امريکا حکومت په ۲۰۰۹ م کال کې د وړاندې کړل شوي ورته نوعييت د يوه راپور په وړاندېزونو د عمل کولو په ترڅ کې کړي دي- نوموړی وايی د ډرون بريدونو په پروګرام کې د پام وړ بدلونونه، لکه دا يقيني کول چې په يو خاص ځای کې د ترورېستانو د شتون په اړه ترلاسه شوي مالومات باوري دي او که نه، او دا چې د حملې په صورت کې د عامو خلکو ژوند له کوم خطر سره مخامخ نه شي، هيڅ نه تر سترګو کېږي-
د ملګرو ملتونو په راپور کې ښاغلي هينز يو ځل بيا د امريکا حکومت ته خواست کړی چې د هدفي وژنو د عملياتو خپل ټاکلي اصول روښانه کړي-
په دغه سند کې ويیل شوي چې د ۲۰۰۴ م کال نه را په دېخوا، په پاکستان کې د ډرون څه د پاسه ۳۰۰ بريدونه شوي دي- په راپور کې د بشري حقونو د پاکستاني کمېشن، چې يوه غير دولتي اداره ده، د احصايو په حواله ويل شوی چې په دغه هېواد يوازې د ۲۰۱۰ م کال د ډرون حملو په نتيجه کې لږ تر لږه ۹۵۷ کسان وژل شوی دي- په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې وايي که څه هم ډرون بريدونه د القاعده او طالبانو د مهمو مشرانو او د دې ترهګرو ډلو د فعالو غړو پر ضد کارول کېږي، خو دغه لړۍ د تېرو دريو کلونو په موده کې په دراماتېکه توګه تېزه شوې، چې په ځينو مواردو کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژل کېدو هم لامل شوې ده-
د ملګرو ملتونو کارپوه کرېسټوف هينز ویلي، واشنګټن د دې خبرې د يقيني کولو له پاره چې د هدفي وژنو پروګرام يې له نړيوال قانون سره په سمون کې دی، د حملو پر مهال د عامو خلکو د دفاع خپل تدابير بايد په ډاګه کړي-
په راپور کې له دې امله چې د هدفي وژنو د امريکايي حکومت دغه عمل به په نړۍ کې يو خطرناک دود رامنځ ته کړي، ژوره اندېښنه ښودل شوې ده- ويیل شوي چې يو مخصوص حکومت به د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه وکولای شي داسې يو تن، چې د خپل هېواد د امنيیت له پاره يې خطر ګڼي، په يوه بل هېواد کې په نښه او ووژني-
بايد وويل شي سپينې ماڼۍ د تېرې جمعې په ورځ د امريکا کانګرس ته په لېږلي شپږ مياشتني راپور کې په لومړي ځل تاييد کړه چې په يمن او سوماليا کې د مرګوني بريدونو رهبري کوي-