نیاز موسا خېل، مشال راډیو
کوټه - په بلوچستان کې پښتون ملت پاله ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خلکو سره د تماس نیولو کیمپېن په لړ کې د شنبې په ماسپېښین په پښین کي یوه جلسه وکړه،چې په کي له حکومته د چیف کمشنر صوبې د بیا پر ځای کولو او نورې غوښتنې وشوې.
د دې ګوند صوبایي مشر، عثمان خان کاکړ یې په ځواب کې وايي: ((د چیف کمشنر صوبې بحالي، تر هغو چي دغه صوبه بحالیږي؛ د بلوڅ، پښتون برابري، زموږ د اوبو زیرمو لپاره ډیمونه غوښتل او په پښتونخوا وطن کي ترهګري ختمول .دا هغه لویې غوښتنې دې، چې تر سیوري لاندې یې موږ دغه ولسي تماس کیمپېن شروع کړی دی.))
((تاسو به زموږ غونډې لیدلې وي. هرنایي، زیارت، سنځاوۍ، بوری، ژوب، هیندو باغ، قلعه سېف الله، موساخېل او نورو سیمو کي په زرګونه خلک موږ ته رانېږدې شو. په اصل کې دغه سیمه له پخوا راهیسې د یو خاص مذهبي ګوند، جمعیت علما تر اغیږ لاندي پاتي شوي. خو اوس خلکو په تېرو او روانو حکومتونو کې د دغه ګوند کارکردګي وکتله، چې څه رنګه دوی درغلۍ، ناانصافي او کرپشن ته لاره هواره کړه او پخپله یې هم وکړ او نور یې هم برخمن کړل، ځکه خلک اوس له دوی مایوسه شوي او زموږ پر خوا راغلي. بل بیا زموږ کارونه هم ولس ته مالوم دي. موږ هیڅ کله هم د وطن او ولس ضد یو ګام نه دی اخیستی او همېش مو پر اصولو سیاست کړی.))
(( خلک هم دغه تمه لري، که دغه ګوند په واک کې راغی، نو یا به د صوبو خبره وکړي، یا به د برابري او یا به د انصاف خبره وکړي.))
تر دې مخکې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا په ډېرو سیمو کې لویې لویې جلسې کړې دي چې په هرې یوې کې په زرګونه کسانو برخه اخیستې ده.