د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي امریکا باید ډاکتر شکیل اپریدي ته د ورکړل شوې سزا د پرېکړې درناوی وکړي.
ډاکټر شکيل اپريدي ته د شورو په ورځ د خيبر پوليټکل انتظامي، د اسامه بن لادن په نيولو کې له امريکا سره د مرستو په تور ۳۳ کاله د بند سزا اورولي وه.
د پاکستان د بهرنو چارو وزارت وياند معظم علی خان په اسلام اباد کې اونيزه خبري غونډه کې په دي اړه زياته کړه .
((زما په فکر تر څو چې د ښاغلي شکيل د مقدمي خبره ده نو د پاکستان عدالتونه به د پاکستان د قانون مطابق فيصله کوي. او زما په فکر مونږ له پکار دي چې د يو بل عدلتي نظام او د پروسې احترام وکړو. ))
د بهرنیو چارو وزارت وياند معظم علی خان د افغانستان په اړه د ناټو سرمشريزه په کله وويل چې نړۍ په افغانستان کې د پاکستان کردار منلي او هم دا وجه وه چې د ناټو په سرمشريزه کې ورته د ګډون بلنه ورکړي شوي وه.
دي زياتوي ناټو دا خبره احساسوي چې د افغانستان په امن او قلاري کې پاکستان مهم کردار ترسره کولي شي.
د ډرون بريدونو په اړه وياند معظم خان وويل چې ډرون بريدونه په کلکه غندنه کوو او دا د هيواد د زمکني بشپړتيا پرضد دي.