په شام کې یوې وسلوالې ډلې د بمي بریدونو پړه منلې

په شام کې د النصرجبهې په نامه یوې اسلامي ډلې د هغو دوو ځانمرګو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده چې د پنجشنبې په ورځ یې په دمشق کې پنځه پنځوس کسان ووژل.

د النصر جبهې نوم تر دې وړاندې د شام په شخړو کې نه دی یاد شوی. دې وسله والې ډلې په یوې ویډیو کې ویلي دي چې په دمشق کې دا بریدونه د حکومت لخوا پر عامو وګړو د ترسره کیدونکو حملو په غبرګون کې شوي دي. د لویدیځ د خبري اژانسونو په وینا ، ښايي دا سخت دریځه اسلامي ډله به په عراق کې د القاعده شبکې یوه څانګه وي.

د دمشق دې ځانمرګیو بریدونو په شام کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو تر منځ د ملګرو ملتونو په نوښت رامنځته شوی کمزورۍ اوربند لا پسې د ماتیدو له ګواښ سره مخامخ کړی دې.