په پکتیا کې د ناټو بمباري، دوه وسله وال وژل شوي

په پکتیا کې وسله وال وخت تر وخته حملې کوي

نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ګردېز -
د افغانستان د پکتیا ولایت ځايي چارواکي وايي، تېر مازیګر (د مې څلورمه) شپږ بجې د زرمت ولسوالۍ د مکرم خېلو په سیمه کې د ناټو په هوايي برید کې دوه تنه ماین ښخوونکي وژل شوي دي.

د زرمت ولسوال ګلاب شاه د پېښې تاييد کوي او زياتوي، تېر مازیګر د دې ولسوالۍ په مکرم خېلو سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو ١٢کسیز ګروپ لیدل شوی، چې وروسته د نړیوالو ځواکونو له خوا پرې هوایي برید وشو، چې په برید کې دوه تنه ماین ښخوونکي وژل شوي او پاتې ۱۰ تنه يې تښتیدلي دي.

د زرمت ولسوال ګلاب شاه په خبره، چې د وژل شویو ماین ښخوونکو جسدونه امنیتي ځواکونو ولسوالۍ ته لېږدولي او وروسته به مرکز ګردېز ته یوړل شي.

هغه زياتوي، وژل کسان د دې ولسوالۍ د سهاکو سیمې اوسېدونکي دي.

تر اوسه په دې اړه وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنج شنبې پر ورځ هم، په همدې ولسوالۍ کې د ماین جوړولو د چاودنې پر مهال د شپږو تنو وسله والو مخالفینو د وژل کېدو او د دوو د ژوبلېدو، خبر ورکړل شوی وو.