پراګ - د افغانستان و پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګراسمین ویلي، هیواد یې غواړي ډیموکراټیک پاکستان وګوري چې مشري یې ټاکل شوي کسان وکړي.
دا خبره، نوموړي په اسلام اباد کې له پاکستاني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره د لیدو پر وخت کړې ده.
د پاکستان وزیر اعظم له دفتره په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي، دواړه مشران پر دې سلا شول چې په سیمه کې د سولې او ثبات له پاره د دواړو هیوادونو ملګرتوب اړین دی.
ګیلاني وویل، هیواد یې ژمن دی چې د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد وجنګېږي.
د پاکستان له طرفه په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر، د دفاع وزیر چودري احمد مختار، د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک او په امریکا کې د پاکستان سفیرې شیري رحمان ګډون وکړ.
تر دې وروسته د پاکستان پارلېمان ته له امریکا سره د اړیکو په اړه د نوې تګلارې جوړولو دنده وسپارل شوه او دې پارلېمان بیا حکومت ته ځینې سپارښتنې وکړې.
د پاکستان اوسنی حکومت وايي، د همدې سپارښتنو په رڼا کې به نوې بهرنۍ تګلاره جوړوي.