په شام کې اوس هم د تشدد پیښې رواندې دي

د شام لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي کوفي عنان امنیتي شورا ته ویلي چی یاد هیواد کی حالات سم نه دي.

کوفی عنان وايي هغه رپورټونو حیران او مایوسه کړی چی د شام حکومتي ځواکونه مرکزي ښار حما ته داخل شول او د خود کارو وسلو په ډزو يي ګڼ شمیر کسان ووژل.

د دغو څرګندونو وروستو ملګرو ملتونو کی د امریکا سفیرې سوزان رايس خبریالانو ته ویل((کوفي عنان د ملګرو ملتونو د ستر سیکتر بان کي مون د هغه غږ تايید کړی چې د شام اوسني حالات د قبلولو وړ نه دي. او د شام د حکومت نه يي د امن شپږ نکاتي پلان عملی کولو غو ښتنه کړې.
عنان په دمشق او په مخالفو ډلو دا زور هم واچولو چی د دولسم اپریل د ډز بندۍ د پلان دې هم احترام وکړي.