پر زندان برید: 'د وسله والو هدف د عدنان رشید خوشې کول'

د بنو زندان مات ور


عمر دراز وزیر، مشال راډیو

بنو - د پاکستان د خیبر پښتونخوا پولیس مشر اکبر خان هوتي په بنو کې هغه زندان لیدلی چې د اپرېل په پینځلسمه ترې ۳۸۴ بندیان وتښتېدل.

له خبریالانو سره د خبرو پر مهال هوتي وویل، پر زندان د وسله والو برید موخه د هغه کس خوشې کول ول چې پر پخواني پاکستاني ولسمشر پروېز مشرف یې حمله کړې وه.

د دې کس نوم عدنان رشید دی.

تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو ګزمه هم کړی

د زندان دننه هم کېدای شي کسان ککړ وي

هوتي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل: ((له شا و خوا ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې کسان راغلي ول. د مرکزي زندان د وره مخې ته یې ګاډي درولي ول، او بیا یې د جېل لویې دروازې پر راکټو ویشتلې دي. په دې ډول دوی دننه تللي. هلته د دوی هدف د یوه کس را خلاصول وو، عدنان رشید، چې پر پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف په وژونکې حمله کې ککړ وو. د نورو قیدیانو تر څنګ، ۲۱ نور هغه بندیان یې هم خوشې کړې دي چې ورته د مرګ سزا ګانې اورول شوې وې.))

د خیبر پښتونخوا پولیس مشر وايي، په زندان کې له پولیسو سره ((څه نا څه وسله وه، خو دوی یا خو ویرېدلي دي او یا هم څه بله وجه وه چې پر وسله والو یې ډزې نه دي کړې.))

ده وویل، که پر وسله والو، پولیسو ډزې کړې وای ((نو څه خو به شوي ول، خو دوی ډزې هم نه دي کړې.))

له اکبر خان هوتي پوښتنه وشوه چې پر دومره لوی زندان د وسله والو برید ایا د امنیتي ادارو کمزوري نه ده؟

ده وویل، یو کس ته چې مالومه وي چې څوک خوشې کول غواړي او ((هغه د زندان په کوم بیرک او کوم ځای کې دی، نو د زندان له داخله ورسره مالومات ضرور وي.))

هوتي وویل، د دې به پلټنه کوي او دا چې ((د زندان عملې د شپې په پاو کم دوه بجې ټیلي فون کړی او بیا پولیسو ځای پر ځای ناکې اچولې وې؛ خو د پولیسو دا ناکې پر نا سمو ځایونو وې او بندیان پر نورو لارو تللي دي.))

هوتي په بنو کې خبریالانو ته وویل: ((زموږ پر پولیسو وسله والو له درنې او سپکې وسله سره ډزې کړې دي خو ما ورته دا هم ویلي ول چې تاسې هم پر ډزې وکړئ. څه خو به شوي وای، خو دوی ډزې نه دي کړې.))


د زندان د خونو خلاصې دروازې

پولیس مرستې ته رانغلل

د زندان یو کارکوونکی شهاب خان نومېږي. دی په داسې حالاتو کې، لکه د اپرېل په ۱۵مه چې مخې ته راغلل، دی پر ټیلي فون مرسته غواړي او له چارواکو سره رابطې کوي.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال شهاب خان وویل، ده د شپې له پاو باندې یوې تر د سهار درو بجو پورې په بیا، بیا پولیسو ته ټیلي فونونه کړي دي ((تقریباً ۱۵ ټیلي فونونه مې کړي دي. پولیس به ویل چې درغلو، او درغلو؛ [خو] موږ ته څوک راغلي نه دي.))

شهاب خان وايي، د دوی له پولیسو سره چې ((څومره کارتوس [ول] ټول خلاص شول، پولیس که پر وخت را رسېدلي وای نو دا ټول به موږ [دننه] ایسار کړي وای.))

تر پېښې وروسته ګڼ شمېر پولیسان راغلل

د وسله والو په (اردو) کې خبرې

له زندانه په تښتېدلیو کې ۲۹ بیرته په خپله خوښه راغلي دي.

په دوی کې یو کس رحمت الله نومېږي.

ده له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل: ((هغوی راغلل، کولپونه یې مات کړل، موږ ته یې ویل چې ٫منافقانو ووځئ؛ ووځئ ولې نه؟٬ ))

دی وايي، بیا یې ورته ټوپک ونیوه او ((په زور یې)) له زندانه و ایستل.

رحمت الله وايي، وسله والو دوی بهر و ایستل، او هلته (([ډېر] ګاډي ولاړ ول.))

د ده په خبره، پر دې مهال ((پوځیان راغلل)) چې وسله والو پر ډزې وکړې او ده ځان کندې ته واچاوه.

رحمت زیاتوي، وسله وال شا و خوا په ۵۰ یا ۶۰ ګاډو کې راغلي ول او دا چې وسله والو ((په اردو کې خبرې وکړې چې له نظام بازاره یې تر ډومېله پورې سړک پاک کړی دی.))

دا لومړی ځل دی چې په بنو کې پر زندان دومره لویه حمله شوې ده.

له اکبر خان هوتي سره د خیبر پښتونخوا او شمالي وزیرستان چارواکي هم د بنو دې زندان ته تللي ول.

د بنو له زندانه د بندیانو د خلاصولو او د برید پړه د پاکستان تحریک طالبان منلې وه.

د بنو مرکزي زندان د اباسین یا انډس پر لویه لار پروت دی او دلته د یوه روغتون په ګډون مهم دفترونه او د نویو کورونو یوه سلسله (بنو ټاون شپ) هم پراته دي.