په بلوچستان کې درې وژل شوي، ۱۰ نور کسان تښتول شوي

د پاکستان د بلوچستان په کوټه کې په دوو پېښو کې درې کسان وژل شوي، او یو ژوبل شوی دی.

پولیسو ټول کسان د هزارې قبیلې شیعه مسلمانان ښودلي دي.

هلته بیا د سېوۍ په سیمه کې ۱۰ مزدوران تښتول شوي چې سېند و پنجاب پورې اړه لري.