د نیټوځواکونو لپاره د سامانونو د رسد لارو په پرانستلو بحث


د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کهر ويلي چي د بهرنيو چارو د تګلارې په اړه د ټولو سياسي ګوندونو لخوا سپارښتنې منظورول د حکومت د جوړجاړي د تګلاري برخه ده خو که څوک سپارښتنې ورنکړي نو حکومت به په دې اړه پخپله پرېکړه وکړي او دا به د پارليمان د فیصلې سره سم وي او بيا دي څوک ووايي چي د پارليمان د قرارداد سره سم کار کوي او يا که د دې په ضد کار کوي؟


په دې اړه د مشال تر رڼه لاندې بحث لرو ، په دې بحث کې موږ سره د صوبه خیبر پښتونخوا سنیر وزیر او د پیپلز ګوند د دغې صوبې یو مشر رحیم داد خان او خبریال طاهر خان مېلمانه دي.

کوربه د مشال همکار عبد ال حۍ کاکړ دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نېټو ځواکونو لپاره د سامانونو د رسد لارو پر پرانستلو د مشال بحث