فرهاد شینواری، مشال راډیو
لواړګی - د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل سیمه کې د انګریزانو د حکومت د وخت ډاکخانه اوس هم په خپل حالت کې اباده ده،او لا هم پکې د انګریزانو د وخت جوړ شوی مهرونه کارولۍ شی،د دغې ډاکخانې چارواکی وايي چې تر اوسه پورې دلته کوم د ربړ مهرونه نه دی کارول شوی،بلکه هغه پجوانی مهرونه پکې کاروی چې د لرګی او اوسپنې نه جوړ شوی د،دوی وايي چې د دې ډاکخانې په زریعه ځائې خلک خطونه او روپۍ لیږی رالیږی،او پنشن هم ترۍ وصلوی،او هم دا رنګ د رجسټر خطونو او د پارسل آسانتیاوې هم ورکوی.
په دې حقله باندې په دې ډاکخانه کې د تیرو ۱۴ کالونو راهیسې کارکونکی پوسټ مین ګوهر زمان مشال ریډیو ته وايي چې(( ودانې ئې هم هغه د انګریز د وخت ده،او مهرونه هم،او دوی په دې مهرونو کې نیټه، میاشت او کال په خپله بدلوی))
د لنډی کوتل سیمې یو اوسیدونکۍ احمد نبی وايي چې(( اوس چارواکو له پکار دی چې ځائې خلکو ته پکې د کمپیوټر او د نننی دور نوې آسانتیاوې هم ورکړی او د ارجنټ میل لیږلو بندوبست هم پکې اوکړی))
د لنډیکوتل ډاکخانې مشر پوسټ ماسټر معظم شاه وايي چې(( تر اوسه پورې خو پکې د ځائې خلکو کار روان دۍ او خطونه او نور څیزونه ئې په وخت ځی راځی،او دوی ته لا څه شکایت نه دۍ ملاو شوي))
یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل سیمه کې د یادې ډاکخانې او مهرونو په شان داسې یو شمیر نورې ودانۍ او آثار هم شته.