بې کوره شوي کډوال او په باړه کې امنیت



د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې په زرګونو کورنۍ بې کوره شوي دي . د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر چارواکي وايي چې د جلوزو کیمپ د زرګونو بې کوره کورنیو نه علاوه خواؤشا دیرش زره خلک چې ډیر يي ښځې او ماشومان دي د پیښور ښار په بیلا بیلو برخو کې ژوند تیروي.

دنن په خپرونه کې ددې بې کوره شوو خلکو په ستونځو او باړه کې د امنیت په موضوع خبرې کوو. په بحث کې راسره د یو این ایچ سي آر ویاند قیصر اپریدې ، په پیښور کې د مشال همکار خالد خان او د سیمې بې کوره شوي خلک برخه اخلي. کوربه شاهین بونیری دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

بې کوره شوي کډوال او په باړه کې امنیت