افغان لوبغاړي د خپلې بریا په اړه خبرې کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ د متحده عرب اماراتو د دوبۍ په ښار کې و نمېبیا ته په اووه څلوېښت منډو له ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۲م کال د شلو اورونو نړیوال کپ ته لاره ومیندله.

دا به د افغانستان د لوبډلې دویم ځل وي چې د شلو اورونو په نړیوال کپ کې لوبه وکړي.

د مشال راډیو همکار بوریوال کاکړ د افغان لوبډلې له روزونکي کبیرخان ، کپتان نوروز منګل او نورو لوبغاړو سره خبرې کړي دي او د شلو اورونو نړیوال کپ ته د وتلو په اړه یې د هغوی احساسات پوښتلي دي.

د افغان لوبغاړو خبرې د لطیف ننګرهاري په ږغ کې هغوی ته په ډالۍ سندره پیلږي.


ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغان لوبغاړي له مشال راډيو سره خپل احساسات شریکوي