د فاټا ځوانانو ته ټېکنیکل زدکړې ورکول کېږې

د موندو په یوه غرنۍ سیمه کې د یوه سکول انجونه او هلکان په لیکو کې ولاړ دی او څنګ ته یې د پاکستان سرتېري په ګشت دي.


انيلا خالد - مشال راډيو
اسلام آباد:- له تيرې څه مودې راهسې د قبايلي سيمو اوسېدونکې د پرله پسې ترهګرۍ پېښو نه یوازې له مالي او اقتصادي پلوه زیانمن کړي دي بلکې هغوی ته یې بیلابېلې ذهني ناروغۍ هم رسولې دي.

د سیمې ګڼ ځوانان چې د زدکړې او پرمختګ کولو په عمر کې وو له ټوپکو او تماچو سره یې ژوند شو ـ

د پاکستان مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د قبایلي سیمو د ځوانانو لپاره د تعلیم، روزګار او نور کاروبار برابرولو تر څنګ هغوی تېخنیکي (ټېکنیکل) مسلکي زدکړو ته وهڅوي، لکه ترکاڼي، مستری توب، مکېنیک او داسې نور....

د جنوبي وزیرستان عصمت الله وايي چې د دوی سیمه ډېره شاته پاته ده او که د سیمې ځوانانو ته مسلکي او فني زدکړې ورکړل شي نو نه یواځې به هغوی د یوه هنر خاوندان شي بلکې د خپلې کورنۍ او سیمې خدمت به هم وکړاﺉ شي او تر ډېره به له ترهګرۍ هم راوګرځي.

د مومندو اشفاق وايي د ځونانو وخت بې ځایه تېرېدی او اوس په سیمه کې له لږې کرارۍ سره به هغوی ته د یو مسلک او هنر زدکولو موقع په لاس ورشي. دی وايي د پوځي عملیاتو له کبله خپل ټېکنیکل کالج ته نه شي تلائ او هم پوځیانو پر خلکو بندیز لګولی دی. دی وايي که د هغوی لپاره د یوه سرکاري بس بندوبست وشي او هر زدکونکي ته د کالح لخوا یوه اجازت نامه ورکړل شي نو په دې سره به خپلې زدکړې جاري وساتي.

د قبایلي سیمو د تعلیم ډایرېکټر انجینیېر عبدالطاهر وايي که څه هم د فاټا لپاره فنډ ډېر محدود دی خو دوی بیا هم د ټېکنیکل تعلیم عامولو هلې ځلې کوي او تکړه زدکونکو ته د پاکستان په نورو ټېکنیکل ادارو کې د زدکړو لباره وظیفې ورکوو.

دی زیاتوي ددې ضرورت دی چې په ټېکنیکل کالجونو کې نوې مشینري ولګول شي چې زدکونکي له نویو تقاضو سره خپلې زدکړې وکړي.