مصطفی سالک تراوسه اوه کتابونه چاپ کړي، اولنی کتاب یې د طاوس بڼکه و چې دده شعري مجموعه وه. تازه کتاب یې اوس اوس چاپ شوی چې هغه هم د شعرونو مجموعه ده او ( توري ستوري ) نومیږي.
دده په نورو کتابونو کې پاتې شه باران دی په نوم ناول، د منشور په نوم کره کتنه، داوښکو موسکا په نوم هنري نثر، وخیمه ما ازسایه هما بود په نوم فارسي شاعري او سندریزې چینې په نوم پښتو شاعري شامل دي.
مصطفی سالک څو کاله په پېښور کې په دعوت او جهاد پوهنتون کې داستاذۍ دنده ترسره کړې خو بیا وروسته په نولس سوه اوه نوي کال کې په بي بي سي نړیواله راډیو کې شامل شو چې تر ننه ورسره کار کوي.
سالک هم په غزل کې کمال کړی او هم یې په جدیدو موضوعاتو زړه راښکونکي نظمونه لیکلي دي. دده د شخصیت ګڼ اړخونه دي چې له وجې یې دی په خپلو همزولو کې سر لوړی ښکاري.