جلال آباد: ځانمرګي برید یو افغان سرباز وژلی ۱۰ تنه ژوبل

په جلال اباد ښار کې يو ځانمرګي بريد د ملي امنيت یو سرباز وژلی اود ۶ تنه پولیس په ګډون یې څلور تنه افغان وګړي ژوبل کړي دي.

افغان چارواکي وايي برید د جلال آباد ښار په پښتونستان واټ کې شوی دی.