کندهاریان وايي تر نا وخته مرستو کوکنار کرل غوره دي

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار -
د افغانستان د کندهار د لېرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي بزګران وايي د تارياکو د لوړې بيې ، ښه بازار او پر وخت د دولتي چارواکيو له خوا له دوى سره د مرستو د نه کولو له امله يې يو ځل بيا پر خپلو ځمکو کوکنارو کرلو ته زړه ښۀ کړى دى.

د کندهار د ځينو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې نوى کال پيل کېږي خو له دوى سره لا تر اوسه پورې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو مرسته نه ده شوې .

د بزګرانو په خبره کله چې يې هم پر ځمکو د کوکنار پر ځاى نور بوټي کرلي وي نو دې ته حيران وي چې په چا يې خرڅ کړي خو چې کله يې کوکنار کرلي وي خرېدار يې کور ته ورته راځي.

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى بزګر حاجي غني وايي چې د دغې سيمې تارياک د پاکستان له لارې د نړې تر لېرې پرتو هېوادونو پورې رسېږي خو خوراکي توکي يې تر پاکستانه پورې لا څوک نه وړي.

(( زمونږ تر ټولو لوى مدعي پاکستان دى . دا عجبه خبره ده زمونږ رومي پاکستان ته نه رسېږي خو تارياک چې وکرو د پاکستان له لارې تر اروپا او امريکا پورې لا رسېږي. ))

د داد محمد په نامه يو بل کس وايي چې دولتي چارواکي د ځينو کسانو کرل کوکنار په سترګو ويني او څه ورته نه وايي خو د دوى يې د کوکنار پر ځاى باغونه لا بېخه ايستلي دي.

دى وايي که دولت بزګرانو ته اصلاح شوى تخم پر وخت ورنه کړي بزګران مجبوره دي چې د پيسو د لاسته راوړلو د پاره کوکنار وکري.

(( د قرار ګاوو بغل ته تارياک کرل شوي دي هيڅوک يې نه اړوي، خو زمونږ په تارياکو پسې باغونه له بېخه را ايستلي دي. دولت وايي مونږ اصلاح شوى تخم درکوو ، خو دا دى کال نوى شو تر اوسه يې مونږ په تمه ناست يو. اوس مونږ مجبور يو چې تارياک وکرو ))

د ژړى ولسوال نياز سرحدي هم وايي چې دولت په دغه ولسوالۍ کې له بزګرانو سره تر اوسه پورې چندان مرستې نه دي کړې.

دى وايي د ژړى ولسوالۍ اوسېدونکي بزګران د نورو سيمو د اوسېدونکيو په پرتله زياتې ستونزې لري.

(( زمونږ د ولسوالۍ خلک چې د کوکنارو کښت ته يې مخه کړې يو لامل يې دا دى چې زمونږ ولسوالۍ يوه نا امنه ولسوالۍ ده. دا دېرش کاله په کافي اندازه زمونږ د باغدارانو ځمکو ته اوبه نه دي رسېدلې. ويالې او سربندونه يې خراب شوي دي اوس ورته يو يا يو نيم جريب ځمکه ور پاتي وي چې په هغو کوکنار کري. دولت ورسره دا ډېر وخت هيڅ مرسته نه ده کړې ))

د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکيو بزګرانو په داسې حال کې د کوکنار کرلو ته زړه ښه کړى دى چې څه موده وړاندې د کندهار دولتي چارواکيو خبر ورکړى وو چې هم به د کوکنارو کرونکيو بزګرانو ته سزا ورکوي او هم هغو کسانو ته چې له نورو سيمو څخه کندهار ته د نېښ وهلو د پاره راغلي وي.