بلوچستان:د وژل شویو مړي پښتونخوا ته وړل کېږي

بارکوال مياخېل- کوټه

بلوچستان تربت کې د وسله والوپه ډزو د وژل شپږو کسانو مړي کراچۍ ته رسول شوي دي ـ د ایف سي او کمپني مرستیال مشر شاولي په وینا د جنازې تر مراسمو روستو به ددغو کسانو مړي ډېره اسماعیل خان ته یووړل شي ـ دهغه په خبره وژل شویو کسانو کې د څلورو کسانو تعلق د جنوبي وزیرستان مسود قبیلې سره دی چې دوه پکې سکني وروڼه دي ـ پاتې یو تن د ټانک او یو بل تن د سوات د سېمې اوسیدونکی و ـ

د شاولي په خبره د مسود قبیلې کسان به د جنازې تر مراسمو وروستو د کراچۍ په لوی سړک (سوپر های وې) ددغه وژنو په ضد مظاهره کوي ـ

پرون د بلوچستان په تربت سيمه کې د يوه تعميراتي شرکت اووه تنه کارکوونکي د نامالومو کسانو په ډزو ووژل او دوه نور ټپيان شوي وو. دغه کسان په داسې حال کې وژل شوي چي د بلوچستان په اکثرو بلوڅي سيمو کې د بلوڅو د يوۀ ملتپال ګوند د يوۀ غړي د وژنې په خلاف- چي مړى يې وړمه ورځ موندل شوى- احتجاج او کاربنديز اعلان شوى وو.

د سه شنبې په ماښام د ايران پولې ته نيژدې د تربت ښارګوټي د بلېده سيمې په مسکين نومي ځاى کې نامالومو وسلوالو پر يوه تعميراتي شرکت وسلوال بريد وکړ او شاوخوا لسو تنو کارکوونکيو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله. د تربت سيمې يوۀ چارواکي اکرام الله په دې اړه مشال راډيو ته وويل:

((پر درېوو موټرسايکلو سپاره شپږ وسلوال راغلي ول او لومړى يې د دغه شرکت د کارکوونکيو شناختي کارټونه کتلي، لاسونه يې تر شا ورتړلي او بيا يې اووه تنه ورڅخه په ډزو وژلي او درې تنه چي د بلوچستان او سيند اوسېدونکي وو ژوندي پرېيښي دي))

حکومتى چارواکى اکرام الله وايي دغه کسان د تربت او بلېده سيمې تر منځ د لوى سړک د جوړولو په کار بوخت وو، وايي له وژل شويو اوو تنو څخه پينځه د وزيرستان، يو د سوات او اووم کس د ټانک اوسېدونکى دى. دی وايي وسلوالو د تعميراتي شرکت درې موټر او ځينې نور ماشينونه هم سوځولي دي.

د بلوچستان خپلواکي غورځنګ يا د بي ايل ايف په نامه سازمان د دې بريد مسووليت منلى دى. د ډوډا بلوڅ په نامه يوه تن، چي وايي د دې سازمان وياند دى، رسنيو ته ويلي چي وار له مخه يې هم دغو تعميراتي شرکتونو ته خبردارى ورکړى چي په بلوڅي سيمو کې دي د تېلو او ګازو د پلټنې او د نورو تعميراتي پروژو کارونه نه کوي، که نه وي دوى به حملې پرې وکړي.

په تربت سيمه کې پر مزدورانو باندې دا بريد په داسې وخت کې شوى چي د سه شنبې په ورځ د کوټې په شمول په مستونګ، خضدار، پنجګور، نوشکي، ګوادر او ځينو نورو بلوڅي کې د سنګت ثنا بلوڅ د وژنې په خلاف بشپړ کاربنديز وو، چي اکثره کاروباري مرکزونه تړل شوي وو.

سنګت ثنا بلوڅ د براهمدغ بلوڅ په مشرۍ د بلوچ ريپبلکن ګوند له مرکزي مشرانو څخه وو، چي څلور کاله وړاندې د بلوچستان د مستونګ ښارګوټي له کولپر سيمې څخه تښتول شوى وو او دوې ورځې وړاندې يې په مرميو سورى مړى له تربت سيمې تر لاسه شو.

په کراچۍ کې د سنګت ثنا خور زرينه بلوڅ وايي د ورور د ښخېدو په مراسمو کې د ګډون پر ځاى يې د ورکو بلوڅو په ملاتړ په احتجاجي غونډه کې برخه واخيسته:

((له سنګت ثنا بلوڅ سره چي څه وسول، د هغه مړى په ډېر بد حالت کې غورځول سوى وو، پر بدن يې د اته ويشتو مرميو نخښې وې، داسې په وحشت وژل شوى وو چي ټول بدن سورى- سورى وو، پاکستان ځان ته اسلامي هېواد وايي، د هغه جرم دا وو چي د خپلو حقوقو لپاره يې مبارزه کوله، دوى وتښتاوه او ويې واژه))

زرينه بلوڅ وايي پلار ته به يې د پاکستان حکومتي ادارو ويل چي زوى يې افغانستان ته تللى او دوى يې په اړه مالومات نه لري، خو دا دى مړى يې د بلوچستان له تربته وموندل شو.

د يادونې وړ ده چي دوې ورځې وړاندې له همدې تربت سيمې څخه د جان محمد مري او بکشا بګټي په نوم د دوو نورو ورکو بلوڅانو مړي هم موندل شوي وو. د بلوچ نېشنل وايس په نامه سازمان ويلي چي جان محمد مرى له خپلو درېوو نورو ملګرو سره يوه اوونۍ وړاندې له کراچۍ ښاره تښتول شوي وو چي وايي د نواب اکبر بګټي له نيژدې کسانو څخه وو او بکشا بګټى درې مياشتې مخکې له لسبېله سيمې ورک شوى وو.

د ورکو بلوڅانو د اتحاديې مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي دغه تازه مړي د امريکا د کانګرس د بهرنيو چارو د کومېټې د غونډې په بدل کې ورته ورکړل شول:

((په امريکا کې چي د بلوچستان په اړه د کانګرس د کومېټې غونډه وشوه، د هغه په عکس العمل کې موږ ته وړمه ورځ پينځه مړي راکړل شول او موږ هيڅ توقع نه کوو چي په بلوچستان کې دي زموږ د خلکو د وژلو او مړيو د موندلو دا لړۍ بنده شي، بلکې دا به نوره هم پسې و غزېږي))

د ورکو بلوڅو اتحاديه وايي له تېر يو نيم کاله راهيسې د دوى له شاوخوا څورلس زره ورکو بلوڅانو څخه د درې سوه اتيا تنو خراب شوي مړي موندل شوي دي چي له هغوى څخه پينځوس يې پرته له دې چي وپېژندل شي، خاورو ته سپارل شوي دي.