نایجیر دې سعد قذافي وسپاري.لیبیا

ليبيا له نايجيره غوښتي چې د وژل شوي پخواني ليبيايي واکمن معمر قذافي زوی دې له هيواده وباسي او دوی ته يې وسپاري خو د نایجيريا د عدليې وزير ويلي سعد قذافي ځکه له خپل هيواده نه شي ويستلی چې ژوند ته يې خطر دی.

سعد قذافي څه موده وړاندې د خپل پلار له وژل کيدو وروسته ګاونډي نايجير ته تللی او د چارواکو په وينا هلته د کلک څار لاندې دی.