داسې ښکاري پاکستان خپله افغان تګلاره اړولې ؟

د پاکستان د هبرهنو چارو وزیه حنا رباني کر له خبل افغان سیال زلمي رسول سره په کابل کې د لیدو پر مهال.

اسرار عالم مهمند پراګ

په افغانستان کې د امنيت د بحالۍ په غرض د دغه هېواد د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځه د جوړجاړی لپاره هلې ځلې رواني دي.په دې اړه د نړیوالو او خپله د افغان حکومت دریځ دا دی چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې راوستو لپاره د د پاکستان رول ډېر مهم دی.او په دا وروستو کې پاکستاني چارواکې په بیا بیا وايي چې دوی په افغانستان کې د مداخلت کار نه بلکې د سهولت کار رول لوبول غواړي او ځینې کارپوهان هم دا دريځ لري چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړې ده خو ځنې بیا له د دې نظر سره اتفاق نه کوي او وايې چې پاکستان اوس هم د افغانستان په اړه خپلې د ستراتیژیکي ژورتيا پالسۍ ته دوام ورکړی دی.


پاکستان وايي دوی غواړي چې په افغانستان کې د مداخلت کار نه بلکې د يو سهولت کار رول ولوبوي ايا دا هرڅه ښايې چې د افغانستان په اړه د پاکستان په پالسۍ کې څه بدلون راغلې او که نه؟

په کابل کې د سياسي چارو کارپو غفور لېوال وايي لا هم پاکستان د افغانستان په اړه خپله د ستراتیژیکي ژورتيا پالسي نه ده بدله کړې، د نوموړي په خبره په دې روستېو پرمختګونو پاکستان يو ډول له پامه غورځول شوی وو نو ځکه غواړي چې د خپلو ګټو لپاره ځان يو وار بيا د جوړ جاړي په بهير کې ورګد کړي.

خو د پاکستان د کورونو چارو پخوانی وزير افتاب شيرپاو وايي د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کياني چې کله خپله څوکۍ سمباله کړه نو هغه وويل چې دوی به په سياسي کارونو کې لاس وهنه نه کوي ، شيرپاو زياته کړه د ډير وخت راهیسې د پاکستان پوځ او حکومت په افغانستان کې خپله د ستراتیژېکې ژورتيا پاليسي ختمه کړېده.


همداراز په کابل کې د افغانستان د پوځ پخوانې جنرال امرالله امان وايې چې په دې روستيو کې د پاکستان د کورنو چارو وزيري حنا رباني کر لخوا د افغانستان دوره او دغه رنګ د افغانستان او پاکستان د دواړو هېوادونو د نورو چارواکو ترمنخه د رابطو نه د مثبت بدلونونو تمه څرګنديږي او ښکاري داسې چې د افغانستان په اړه د پاکستان په پالسۍ کې بدلون راروان دی.

نوموړي زياته کړه تر قيامته پورې به نه بهرني ځوکونه په افغانستان کې وي او دارنګ پاکستان ته هم پکار دي چې د افغانستان انديښنې لرې کړي.

همداراز په پيښور پوهنتون کې د جرنلزم څانګې مشر الطاف الله خان مشال رېډيو ته وويل چې پاکستان او افغانستان ته داسې پالسي خپلول پکار ده چې د دواړو هېوادونو په ګته وي.

د افغانستان د پوځ پخواني جنرال امرالله امان په خبره د نورو هېوادونو په پرتله د پاکستان او افغانستان ترمنځ کلتوري مذهبي او نورې ډيرې داسې خبرې شريکي دي که چرې دې دواړو هېوادونو د يوبل انديښنې لرې کړې نو دوی به مثالي ګاونډيتوب ولري.