د طالب بندیانو افغان حکومت د انتقال په اړه اندېښنې

په دې انځور کې هغه طالبان لیدلای شئ چې له افغان حکومت سره یو ځای شوي دي. په افغانستان کې د سولې عمل روان دی.




ژباړه: پامیر ساحل، مشال را‌ډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس

رویټرز خبري اژانس په خپل یوه رپورټ کې د امریکا په ولکه کې د لوړ پوړو طالب زندانیانو افغان حکومت ته د سپارلو یا نه سپارلو او د دې په نتایجو بحث کړی دی. دا طالبان د ګوانتانامو په زندان کې دي او په امریکا کې د کانګرس غړي د دوی افغان حکومت ته د سپارلو په موضوع د اندېښنو څرګندونې کوي.

د امریکا په کانګرس کې د حکومت د دې ممکنه ګام پر وړاندې نه یواځې د ریپبلېکن بلکې د ډیموکراټ ګوند د غړو لخوا هم مخالفت زیات شوی دی. دا ځکه چې د رویټرز خبري اژانس په خبره، کېدای شي حکومت پینځه لوړ پوړي طالب بندیان قطر ته وسپاري چې له طالبانو سره د خبرو په عمل کې یو ښه تصور ورکړل شي.

د ريپبلېکن ګوند یوه غړي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، دا مخالفت به هغه مهال لا نور زیات شي چې حکومت په رسمي توګه کانګرس ته ووايي چې د دې لوړ پوړو بندیانو د انتقالولو اراده لري.

دی وايي، ((که حکومت دا غواړي، نو بیا ډېره لویه ستونزه جوړېدای شي ځکه چې دا کار په هیڅ صورت نشي کېدای.))

د رویټرز اژانس په لیکنه کې راغلي، که چېرې کانګرس د زندانیانو د انتقال عمل و نه مني نو بیا یوه میاشت وخت وي چې دا کار وشي. سپینه ماڼۍ کېدای شي په دې بیا فکر وکړي که چېرې دا خطرناک ګام د دوو ګوندونو تر منځ د انتخاباتو د کال په موده کې شدیده مسله او اختلافات پیدا کړي.

د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ مرکزي نکته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې تړون کول دي. په دې هیواد کې تر لس کالونو جګړې وروسته هم یاغیان د بریدونو کولو وړتیا لري.

رویټرز اژانس لیکي، غربي هیوادونو مخکې پرېکړه کړې وه چې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به له افغانستانه خپل زیاتره سر تېري وباسي خو اوس چې حالات څنګه دی او د جګړې مالي بار هم زیاتېږي نو دا ښکاري چې د ناټو هیوادونه به خپل افغان ماموریتونه له وخته مخکې ور ټول کړي.

د چار شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا ویلي ول، هیواد به یې په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د جګړې له مشرۍ لاس واخلي. د نوموړي دې خبرې د امریکا اتحادیان حیرانه کړل.

له افغانستانه د ژر وتلو خبره هم یوه نکته ده چې د کانګرس غړي یې د بندیانو د انتقال په اړه شکي کړي دي.

په سینیټ کې د دفاعي کمېټۍ د رېپبلېکن ګوند د مشر ویاند ویلي، له دې سره داسې ښکاري لکه طالبان ازاده دي چې ولسمشر له دندې لرې شي او دوی بیا خپل مشران غړي راخلاص کړي او له دوی دا ضمانت نه وي اخیستل شوی چې د پر امنه، باثبات یا ازاد افغانستان لپاره به کار کوي.