پراګ - د پاکستان او امريکا اړيکي د سړې جګړي تر پايه خورا ښه پاتې شول، خو تر دې وروسته د دوی اړيکي لوړې ژورې ويني.
په ۲۰۰۱ز کال کې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې دواړه هیوادونه سره څومره نېږدې کړي ول، هومره یې په ۲۰۱۱ز کال کې لرې کړل. خو د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان و امریکا په اړیکو نظر ساتونکی، د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډیر اسد منیر هیله من دی چې د ۲۰۱۱ز کال پرتله به ښايي سږ کال اړیکي ښه شي.
اسد منیر وايي، د ده په فکر که داسې لویه پېښه ونشوه نو د دواړو هیوادونو اړیکي به ښايي لږ څه ښه شي.
هم دې ته ورته نظر د دواړو هیوادونو په اړیکو نظر لرونکی یو بل کار پوه، خالد عزیز هم لري.
دی وايي، د ۲۰۱۲ز کال په لومړنیو میاشتو کې به اړیکي هم داسې خراب وي خو د جون او جولای په میاشتو کې به ښايي د ښه کېدو پر لوري روان شي.
د سیمه ییزو چارو کار پوه احمد رشید د امریکايي تینک ټینک سي ټي سي سینټینل مجلې ته د پاکستان او امریکا په اړیکو یوه تفصیلي مقاله لیکلې.
که څه هم درې واړه کار پوهان د پاکستان و امریکا د تعلقاتو د ښه کېدو وړاندوینه کوي، خو ورسره د اړیکو د نور خرابېدو وېره هم لري.
احمد رشید وايي، لومړی خطر دا دی چې ښايي امریکا به د حقاني شبکې پر ضد په راتلونکي پسرلي کې له ۱۰ تر ۲۰ زره پورې سر تېري له جنوبي افغانستانه په مشرقي برخو کې ځای پر ځای کړي چې د ده په وینا، دا به کېدای شي د امریکا له پاکستان سره اړیکي لا نور ترینګل کړي.
احمد رشید ان دا امکان هم په ګوته کوي چې کېدای شي د امریکا او پاکستان نېغ په نېغه نښتې وشي او یا الوتکې په کې وغورځول شي.
د ده په وینا، درېیم خطر په پوله د ناټو او امریکا د هیلي کاپټرو لخوا د پاکستان د فضايي حدودو د خلاف ورزۍ په صورت کې د دې هیواد غبرګون دی.
خو د کار پوه اسد منیر په وینا، د پاکستان په کورني سیاست کې ممکنه بدلونونه هم د پاکستان و امریکا د اړیکو د خرابېدو سبب ګرځېدای شي.
دی زیاتوي، که په پاکستان کې تر وخت مخکې انتخابات وشي او یو داسې حکومت راشي چې وايي پاکستان باید د ترهګرۍ ضد له جګړې ووځي نو دا به کېدای شي د امریکا او پاکستان اړیکي خراب کړي.
خو کار پوه خالد عزیز بیا وايي، په پاکستان کې سختدریځه مذهبي سوچ لرونکي کېدای شي د دواړو هیوادونو تر منځ د مراسمو په خرابولو کې یو ډول رول ولوبوي.
که څه هم د پاکستان و امریکا په ۲۰۱۲ز کال کې د تعلقاتو په اړه خوشبینۍ او وېرې د دې کار پوهانو په وړاندوینو ولاړې دي چې د ځېنو څېړونکو په فکر حتمي نه دي.
د دوی په وینا، په عملي ډګر کې د دواړو هیوادونو اړیکي، ممکنه ده، څه بل شکل خپل کړي.
په ۲۰۰۱ز کال کې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې دواړه هیوادونه سره څومره نېږدې کړي ول، هومره یې په ۲۰۱۱ز کال کې لرې کړل. خو د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان و امریکا په اړیکو نظر ساتونکی، د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډیر اسد منیر هیله من دی چې د ۲۰۱۱ز کال پرتله به ښايي سږ کال اړیکي ښه شي.
اسد منیر وايي، بېلا بېلو پېښو په پاکستان کې ولس د امریکا ضد وپاراوه
د ده په وینا، په ۲۰۱۱ز کال کې د امریکايي وګړي او د یوه افسر ریمېنډ ډېوس له لاسه په لاهور کې د دوو پاکستانیانو د وژنې، د اسامه بن لادن پر ضد امریکايي عملیاتو، او د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني سرتېرو وژنې په ولس کې داسې امریکا ضد احساسات وپارول چې پوځ او حکومت یې تر داسې فشار لاندې راوستل چې که غواړي هم، نو له امریکا سره د پخوا په څېر مرسته نشي کولای.اسد منیر وايي، د ده په فکر که داسې لویه پېښه ونشوه نو د دواړو هیوادونو اړیکي به ښايي لږ څه ښه شي.
هم دې ته ورته نظر د دواړو هیوادونو په اړیکو نظر لرونکی یو بل کار پوه، خالد عزیز هم لري.
دی وايي، د ۲۰۱۲ز کال په لومړنیو میاشتو کې به اړیکي هم داسې خراب وي خو د جون او جولای په میاشتو کې به ښايي د ښه کېدو پر لوري روان شي.
د سیمه ییزو چارو کار پوه احمد رشید د امریکايي تینک ټینک سي ټي سي سینټینل مجلې ته د پاکستان او امریکا په اړیکو یوه تفصیلي مقاله لیکلې.
احمد رشید په خپله مقاله کې د درې لویو خطرو ذکر کړی دی چې د دواړو هیوادونو اړیکي لا نور خرابولای شي.
نوموړی وايي، په ۲۰۱۲ز کال کې د دواړو هیوادونو د پوځ تر منځ د اړیکو د ښه کېدو امکان شته، خو دا ځل به ښايي پاکستان له امریکا سره د پخوا په څېر پراخ کومک ونکړي.که څه هم درې واړه کار پوهان د پاکستان و امریکا د تعلقاتو د ښه کېدو وړاندوینه کوي، خو ورسره د اړیکو د نور خرابېدو وېره هم لري.
احمد رشید وايي، لومړی خطر دا دی چې ښايي امریکا به د حقاني شبکې پر ضد په راتلونکي پسرلي کې له ۱۰ تر ۲۰ زره پورې سر تېري له جنوبي افغانستانه په مشرقي برخو کې ځای پر ځای کړي چې د ده په وینا، دا به کېدای شي د امریکا له پاکستان سره اړیکي لا نور ترینګل کړي.
احمد رشید ان دا امکان هم په ګوته کوي چې کېدای شي د امریکا او پاکستان نېغ په نېغه نښتې وشي او یا الوتکې په کې وغورځول شي.
د امریکا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې.
د احمد رشید په لیکنه، بل خطر د پاکستاني طالب مشر ملا فضل الله په کونړ کې شتوی دی او کېدای شي پاکستان هلته مداخله وکړي او سرحدي لانجه را منځ ته شي.د ده په وینا، درېیم خطر په پوله د ناټو او امریکا د هیلي کاپټرو لخوا د پاکستان د فضايي حدودو د خلاف ورزۍ په صورت کې د دې هیواد غبرګون دی.
خو د کار پوه اسد منیر په وینا، د پاکستان په کورني سیاست کې ممکنه بدلونونه هم د پاکستان و امریکا د اړیکو د خرابېدو سبب ګرځېدای شي.
دی زیاتوي، که په پاکستان کې تر وخت مخکې انتخابات وشي او یو داسې حکومت راشي چې وايي پاکستان باید د ترهګرۍ ضد له جګړې ووځي نو دا به کېدای شي د امریکا او پاکستان اړیکي خراب کړي.
د افغانستان و پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګراسمین په هندي پلازمېنه نوي ډیلي کې. پاکستان امریکا ته ویلي مارک ګراسمین دې اسلام اباد ته نه راځي.
اسد منیر د تعلقاتو د خرابېدو بله وېره دا لري چې که د مومندو په شان بله پېښه کېږي، نو کېدای شي اړیکي لا نور ترینګل کړي.خو کار پوه خالد عزیز بیا وايي، په پاکستان کې سختدریځه مذهبي سوچ لرونکي کېدای شي د دواړو هیوادونو تر منځ د مراسمو په خرابولو کې یو ډول رول ولوبوي.