په ګردېز کې نالوستو ته تعليمي زدکړې ورکول کېږي

نقیب الله متونوال – خوست

په افغانستان کې د اوږدو جنګ جګړو له امله د دې هيواد ګڼ شمير خلک له ښوونځيو محروم پاتې شول، خو اوس د افغانستان د بيا رغاونې په لړ کې د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې د نا لوستو يا بې تعليمه کسانو لپاره د ليک لوست د زده کړې لړۍ پيل شوې، چې پکې په سلګونو نا لوستو خلکو ته زده کړې ورکول کيږي.


په افغانستان کې د نالوستو یا له علم او لیک لوست څخه بې برخو خلکو فیصدي زیاته ده او خصوصاً د افغانستان په جنوب ولایتونو کې چې درې نیمې لسیزې په کې دوامداره جګړه روانه ده، ډېر خلک له ښوونځیو او تعلیم څخه بې برخې پاتې شول.

خو په دې وروستیوکې د افغانستان د بیارغونې د نورو برخو ترڅنګ افغان دولت او ځینو نورو غیر دولتي مؤسساتو د خلکو لیک لوست زده کړې ته هم پاملرنه کړي.

په پکتیا ولایت کې هم د یوې نا دولتي مؤسسې CTI له خوا نا لوستوخلکو ته د زده کړې لړۍ پیل شوي.

د دې کورس مسؤول استاد قاسم وایې، چې دوی په تيره نهه مياشتنۍ دوره کې له زرو زیات پولیس سرتېرو ته لیک لوست ور زده کړی اوپه دې دوره کې یې په ۱۲ کلاسونو یا ټولګیوکې په سلګونو نوروعاموخلکوته چې نارینه او ښځینه دواړه په کې شامل دي زده کړې ورکړي دي.

استاد قاسم زیاتوي، چې دوی په کورس کې هغه کسان شاملوي چې عمریې زیات او له تعلیم څخه محروم پاتې شوي وي.
ده وویل:((دوه اساسي کتابونه دوی ته لولو، په لومړي سر کې یوکتاب ورپسې بیا بل. ټول ۱۲ ټولګي دي چې په دې کې دوه یې د ښځو لپاره او لس يې د نارینه وو دي . د ټولو زده کوونکو شمېر۸۰۰ تنوته رسیږي. زمونږ د مرکز د هدایت سره سم لومړى د پاخه عمر خلکو ته لومړیتوب ورکوو.))

له دې کورس څخه فارغ یو تن ۵۰ کلن حشمت الله وایې، چې دوی په دې خوشاله دي چې په دې لوړعمرکې یې زده کړې وکړې اوهیله لری چې دا لړۍ همداسې ادامه وکړي.

د پکتیا د پوهنې ریاست یا تعلیمي محکمې مسؤولین وایې، چې دا د زده کړو یوه ډېره ګټوره لړۍ ده، ځکه دلته په سلوکې شپېته خلک له لیک لوست څخه بې برخې دي.
دوی وایي ((زموږ په هېواد کې د بې سوادۍ کچه ډېره لوړه ده. ۶۰ فیصده خلک بې تعلیمه پاتې شوي دي چې زیاتره یې ښځې دي اودا ډول کورسونه به د معارف سره ډېره مرسته وکړي. ))
د یادونې ده، چې په دې وروستیوکې د هيواد په نورو ولايتونو کې د نا لوستو یا بې تعلیمه خلکو لپاره د حرفو یا کسبونو د زده کړې کورسونه او ورکشاپونه هم جوړیږي، چې دا ډول خلک کولای شي ځان ته په اسانۍ سره کارپیدا کړي.