باکستان و افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هیوادونه
دا چې دا وخت په قبایلي سيمو کې لږ خبريالان پاتې دي او هغه هم په ويره کې صحافت کوي ، هم ورته حالات په افغانستان په تيره بيا د پاکستان له پولې سره نږدي سيمو کې دي. نو پوښتنه دا راپورته کېږي چې آيا هلته د روانو حالاتو په اړه څومري رښتنۍ تصوير د نړۍ مخې ته راځي.دا او داسې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث موضوع دی.
په پيښور کې ميشت له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی د بي بي سي خبريال دلاور خان وزير چې خپله هم کور پريښودلو ته اړ شوی، په جلال آباد کې د افغانستان د مشرقي ولايتونو د خبريالانو د اتحاديې مشر استاد لال باچا ازمون او په پيښور پوهنتون کې د جرنلزم استاد سيد عرفان اشرف مو میلمانه دي. عبدالحی کاکړ د بحث کوربه دی.