د افغانستان او پاکستان ولسمشران حامد کرزی او آصف علي زرداري د سږ ني ۲۰۱۱م کال د نومبر په لومړۍ نېټه د ترکیې په استنبول کې خبریالانو ته د راڅرګندېدو پر مهال لاسونه خوځوي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی پر پاکستان د افغانستان په اړه د يوې خپلواکي پاليسۍ ساتلو ږغ کړی دی.نوموړي ويلي پاکستان بايد د افغانستان په اړه پاليسي هند او امريکا ته په کتو سره جوړه نه کړي.
د نومبر پر شپږويښتمه د نيټو په بمبار کي د پاکستاني عسکرو د وژني وروسته د پاکستان او امريکا اړیکي خراب شوې چې د کارپوهانو په وينا دغه خرابو تعلقاتو د پاکستان او افغانستان پر اړيکو هم لږ څه ناوړه اثر غورزولی دی.