کراچۍ:په ډزو دوه کسان وژل شوي او پنځه ژوبل

په کراچۍ کې په بیا بیا نسلي او فرقه یز تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي

ظفرکریمي مشال ریډیو کراچۍ


د کراچۍ پولیس وايي د اتوار په شپه د وسله والو کسانو د ډزو په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي ـ

د پولیسو په خبره پېښه هغه وخت رامخې ته شوه کله چې په ایم ای جناح سړک واقع د اهل تشیع مسلک سره تعلق لرونکو کسانو په کېمپ وسله والو ډزې وکړې ـ

د جماعت وحدت المسلمین ډلې ویاند اصف صفوي مشال ریډیو ته ویلي چې وژل شوي کسان ددوي د ډلې غړي و(( ناقانونه ګرځول شوی ډلې سپاه صحابه د تبت سینټر په سېمه کې د مظاهرې کولو روستو د نمایش په سېمه کې د غزادارو په لګول شوي کېمپ ډزې وکړې او په دغه کیمپ یې کاڼي هم وورول ـ د ډزو له امله زمونږ دوه غزادار اظهرعلي او ذاکرعلي وژل شوي او یو بل تن سخت ژوبل دي))

د پېښې روستو قهرجن خلق ایم ای جناح سړک ته راوتل او لاره یې د ټریفیک په مخ بند کړله ـ قهرجنو خلکو په سرک موجود په لسګونو موټرسایکلو او پنځه ګاړو ته هم اور ورته کړو ـ

د قهرجنو خلکو د خورولو په موخه پولیس او رینجر سرتیرو سېمه کې هوايي ډزې وکړې او اوښکې بهونکي ګیس یې وکارولی ـ په دې موقع د پېښې رپورټ ته ورغلې خبریال احسان کوهاټی هم د نامالوم لوري څخه په راغلې ګولۍ لګیدلی او سخت ژوبل شوی دی ـ

پولیس وايی پېښه کې د ککړتیا په تور یې ځیني مشکوک کسان نیولي دی ، د سند صوبې د کورنیو چارو وزیرمنظور وسان خبري غونډې ته ویلي چې نیول شویو کسانو څخه پولیسو پلټنې شورو کړي دي ـ


((دا د کراچې ښار د نارامه کولو سازش دی ـ پيښه کې ککړ کسانو سره به د قانون مطابق چلند کولی شي ـ پېښه کې وژل شویو کسانو کورنیو سره او پېښه کې د سوزول شویو ګاړو مالکانو سره مالي مرستې کوي ))

منظور وسان وویل د محرم جلوسونو د خوندي توب په برخه کې پولیس او سرتیرو ځانګړي پروګرامونه وضعه کړي او ټول ښار کې پولیس او نور امنیتي سرتیري د تیارسۍ په حال کې دي ـ

بلې خوا ته د ناقانونه ګرځول شوې ډلې سپاه صحابه ویاند تاج حنفي وايي ددوی پلویان د ناټو د حملې په ضد د مظاهرې کولو روستو واپس روان و ، چې د نمایش په سیمه کې د امام بارګا علي رضا څخه ددوي په پلویانو ډزې وشوې ـ هغه زیاته کړه چې ددوي ځینو پلویانو نزدې جومات کې پناه واخیسته چې بیا روستو پولیسو هغوي ونیول ـ

د سند صوبې ایډشنل اي جي مشتاق شاه ویلي چې نیول شوي کسان یې د وسلې په لاس نیولي دي ـ

د یادې پېښې روستو د کراچۍ ښار په بیلابیلو برخو کې پولیس او رینجر سرتیرو ګزمې زیاتې کړي او ځینو سیمو کې یې ناکې لګولي دي ـ