په خوست کې د ساعتېري ځایونه په کمېدو دي

د خوست هلکان سخی کوي

نقیب الله متونول - خوست

په دې وروستیو کلونوکې د خوست په ښار کې د وګړو په زیاتیدو په ښارکې د ابادۍ کارونه هم زیات شوي دي .

په ښارکې د ابادۍ په کارونو هغه ځایونه چې خالي میدانونه او یا شاړې ځمکې وې، ورباندې کورونه او مارکېټونه جوړ شول او د ماشومانو او ځوانانو لپاره د ساعتېریو ځایونه ورک شول.

دوی وایې چې که اوس لوبې کوي نودوی اړدي، چې له ښاره د باندې ووځي په تګ راتګ یې وخت لګیږي.

دوی له چارواکو غوښتنه کوي، چې په ښارکې پارکونه او د لوبو میدانونه جوړکړي .

د خوست د المپیک امرعزیز ملنګ وایې، چې دوی له ولایت مقام او نورو ادارو سره خبرې کړي او په وینا یې، چې چارواکو ژمنه ورسره کړي، چې دوی به ورته اسانتیاوې برابره وي.

د خوست ښاروالۍ مرستیال اینجینرشریف وایې چې دوی د ښار د پراختیا په ماسټر پلان کې پارکونه او د لوبو میدانونه په پام کې نیولي .

نوموړي زیاتوي، د خوست ښار په زړه برخه کې ريښتيا هم د تفريح او لوبو لپاره داسې ميدانونه نشته، خو د ولايت مقام په هدايت د پروژې باغ سيمه، چې په ماسټر پلان کې تفريحي پارک دى په دې کې د لوبو لپاره واړه واړه ميدانونه هم په پلان کې دي.٬٬

د یادونې ده، چې په خوست کې اوس د فوټبال یو معیاري لوبغالی یا سټډیوم، چې له یومېلیون ډالرو زیات لګښت ورباندې شوي جوړ دی خو، د خوست دالمپیک امریت د چارواکو په وینا، چې دامهال په خوست کې په ۱۸ بېلابېلو فدراسیونونو کې له شل زور زیات لوبغاړي دي چې د لوبو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ وي.