په افغانستان کې د ۳۹ شمېره د اخلاقي فساد او بې لارې توب په کارونو کې د ککړو کسانو لپاره کارول کېږي.
همدا لامل دی چې په دې هیواد کې دا شمېره هیڅ کس نه خوښوي.
خلک د خپلو موټرو، یا د ټیلي فونونو په شمېرو کې هم د ۳۹ عدد نه راوستل غواړي.
د موبایل ټیلي فون د نمرو یو دوکاندار وايي، چې په لمبر کې ۳۹ راشي نو بیا یې هیڅ کس نه اخلي او له دوی سره پاتې شي. ان دا چې د لویې جرګې یوه کمېټه چې ۳۹مه وه، هغې د دې شمېرې له منلو انکار وکړ.
او بیا پر انټرنیټي ویبپاڼې فېسبوک افغانو ځوانانو د دې شمېرې پر ضد کمپاین پیل کړ او د خپلو انځورونو پر ځای یې د ۳۹ شمېره ولګوله.
د ۳۹ د شمېرې په اړه د باز محمد عابد رپورټ لرو.
دا او دې ته د ورته توهماتو په اړه د سلام پښتونخوا په خپرونه کې مو له اورېدونکو سره بحث کړی دی چې کوربه یې پامیر ساحل دی.
خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ۳۹ شمېرې او داسې نورو توهماتو په اړه بحث