په افغان پلازمېنه کابل کې د دودیزې لویې جرګې په پای کې د وینا پر مهال ولسمشر حامد کرزي وویل، د ټول هیواد او د ټول ولس د مشرانو او استازو خبرې یې اورېدلې دي او د هغوی ټولې مشورې مني.
دا لویه جرګه له امریکا سره د ستراتیژیک تړون او د افغانستان د راتلونکې په اړه د مشورو لپاره وه چې څلور ورځې روانه وه.
د لویې جرګې د غونډې پر مهال له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه حکومت ته مشورې ورکړل شوې دي او په دې کې ویل شوي، چې دا تړون باید د ۱۰ کالونو لپاره وي، چې بیا یې موده وروسته هم غځېدای شي.
د ستراتیژیک تړون په اړه بله مهمه خبره دا ده چې په افغانستان و امریکا کې به د سیاسي نظام له بدلونونو سره هم په دې تړون څه اثر نه وي.
افغان ولسمشر وویل، له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه د ټولو مشورې مني، او هر کس چې هر څه ویل غواړي ویلای شي، د ټول ولس غږ اوري او خبرې یې مني.
کرزي وویل، تړون د ګاونډیو د خپلواکۍ پر ضد نه دی او نه هم افغانان خپله خاوره د ګاونډي پر ضد استعمالېدو ته پرېږدي.
((افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره همکاري غواړي. او هم له دنیا دا غواړي چې د افغانستان له خاورې څخه به زموږ پر ګاونډیانو کار نه لري، تاوان به نه ور رسېږي. او هم له همسایه ګانو څخه دا غواړي چې له افغانستان سره نېکه وضعه وکړي.))