ټاکل شوې روانه لویه جرګه چې پکې څه باندې ۲۰۰۰ کسان برخه اخلي د دې تړون او د سولې په برخه کې د افغان دولت پر دریځ بحثونه وکړي او خپلې سپارښتنې وړاندې کړي. خو له دې جرګې څخه ګاونډي هيوادونه په تيره پاکستان کومې هيلي درلودی شي او د افغانستان او امريکا تر مينځ سټرټيجک تړون د دوی لپاره آيا د انديښنو وړ دی او که نه دا به افغانستان او د سيمي په ثبات تمام شي.
دا او نوري پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړو . په اسلام آباد کې د پاکستان پخواني ډیپلومات او د سيمې د چارو کارپوه آياز وزير او په کابل کې د سياسي چارو کارپوه يونس فکور مو د بحث ميلمانه دي.عبدالحی کاکړ د بحث کوربه دی.