له امریکا سره ستراتیژيک تړون
ګرانو خویندو او وروڼو موږ له امریکا سره د زمري غوندې یو ستراتیژیک تړون کولو ته حاضر یو ،زمري په خپل کور کې له یوه بېګانه یا پردي څخه خار خوري،زمری دا نه خوښوي چې پردی یې کور ته ننوځي،زمری دا نه خوښوي چې د شپې مهال یې بچیان بل څوک پورته کړي.زمری هیڅکله دا نشي زغملای.زمری د خپل ځان په وړاندې موازي اداره هیڅکله نشي منلای.
زمری پاچا وي او په خپله خاوره په خپله واکمني کوي.زموږ پر خاوره باید د افغانانو ژوند باثابت او سالم وي.نو په داسې صورت کې موږ حاضر یو چې له امریکا سره یو ستراتیژیک تړون ته ورسېږو.
که هغوی زموږ په خاوره پوځي تنصیبات غواړي ورکوویې، خو په دې برخه کې د افغانستان لرلید او وجود باید سالم او کوټلي وي او هغه څه شی دی؟په کور دننه: که یې درته ووایم،نو هغه دا دی چې زموږ په کورنیو چارو کې به هیڅ غرض نه لري.موږ پوهېږو ،زموږ عنعنات پوهېږي ،زموږ دین پوهېږي.زموږ د ژوند ټول دودونه او دستورونه په دې به هیڅ غرض نه لري.
د ستراتیژيک تړون ګټې
په دې تړون سره به زموږ هیواد ته پیسې راشي،زموږ سربازان به را وروزي.پولیس به راته وروزي.د زمریانو ددې خاورې ټیکاو او ثبات به راته سم او پرځای کړي.زمری خو دومره اوزګار نه دی چې دلته هلته منډې رامنډې کړي.له لویدیځه ،امریکې او نور هیوادونو څخه به زموږ هیواد ته مرستې راشي.
د افغانستان شرایط
ګرانو خویندو او وروڼو نن ورځ مو او تاسو له یوه ځلانده او روڼ ذهن سره تاسو ته په لنډو ټکیو کې سپینول غواړم چې افغانستان له امریکا او نورو هیوادونو سره سترایتژیک تړون لاسلیکولو ته حاضر دی خو په دې شرط چې د افغانستان په خیر تمام شي.
دا هرڅه ددې لپاره کول غواړو چې د خپلو ماشومانو ژوند او راتلونکې بهتر کړو.زمو بچیان باید ددې جوګه شي چې د خپلې خاورې د خپل محیط او د خپل کور د خپل ښوونځي او د خپل تعلیم په خپلړ مټو خدمت وکړي.
او د همدې موخې لپاره چې موږ ورته ضرورت لرو موږ له نړۍ سره په رابطه کې یو او دا برحقه رابطه ده.
نو که زمو ږ په شرایطو راسره ستراتیژيک تړون کول غواړي نو حاضر یو.
د سولې بهیر
راځو د سولې پروسې ته ،استاد ګرامي (برهان الدین رباني) شهید سو.د سولې په لاره کې شهید سو.هغه څوک چې موږ ته د سولې په نامه راغلی ،هغه ځانوژونکی وو،او استاد ورغلی له ځانمرګي سره کښېنستی.د سولې په امید.هغه ظالم دې سپین ږیري د وطن ته عالم د دین ته ،مجاهید ته چې ناست وو ستاسو سره یې سوله کوله خو هغوی استاد شهید کړی.ډېره لویه صدمه یې موږ ته ورسوله.هم زموږ پیاوړي شخصیت ته او هم دا اعتماد ته چې موږ سولې ته لرلی او دا آرزو چې موږ د سولې لپاره درلوده دا یې صدمه داره کړه.تاواني یې کړه.
خو د سولې آرزو ، د سولې ضرورت زموږ ددې ملت پرځای غوښتنه ده.دا ورکه نه دی.افغانان سوله غواړي او بې له شکه یې غواړي.په ټول افغانستان کې یې غواړي .دا چې دا سوله څنګه وکړو.په څه ترتیب یې پرمخ بوځو ،له چا سره خبرې وکړو ،له طالبانو سره خبرې وکړو ،که له ګاونډي هیواد ،ورور هیواد پاکستان سره یې وکړو.؟
په دا پنځو ورځو کې چې تاسو موږ ته خپلې مشورې راکوی تر هغو به موږ له خپلو دوستانو او ګاونډیانو سره هم د سولې په باب خبرې کوو.په دې برخه کې ترکي هم له موږ سره ډېره مرسته کړېده.چې موږ یې باید مننه وکړو.له موږ سره سعودي عرب هم مرسته کړې.خادم حرمین شریفین ډېره مرسته کړې. چې موږ یې باید مننه وکړو.او موږ د دغه دواړو هیوادونو مرستې ته ډېره اړتیا لرو.
امریکا او نور هیوادونه چې غواړي دا سوله راشي ،زموږ آرزو دا ده چې دا ډېر په شفافیت کې راسره وکړي.خو په دې هر څه کې اساس زموږ خپل ملي کوښښ دی.او زموږ کوښښ زموږ له ګاونډيانو سره په مرسته او دوستي کې دی.مننه