د صوفي محمد مقدمې ته ګواهان ولې حاضر نه شول

د تحريک نفاذې شريعه محمدي د مشر مولانا صوفي محمد په پېښور کې قیدي دي او تر یو شمېر مقدمو لاندی دی.

پرون د ګل په ورځ د پيښور په سنټرل جيل کې قایم د ترهګري ضد عدالت کې د تحريک نفاذې شريعه محمدي د مشر مولانا صوفي محمد د مقدمې اورونه وشوه.د نوموړي په وړاندې په ۲۰۰۹ کال د سوات دکبل تحصیل پر يوې تاڼې د برید کولو د تور تر څنګ لس نورې مقدمې دي.

خو پرون د هغه پر ضد د ګواهانو د نه حاضرېدو له کبله یې مقدمه د روانې نومبر میاشتې ۲۸ م تاریخ ته وځنډول شوه او عدالت حکم وکړ چې ټول ګواهان دې هرومرو عدالت وړاندې کړل شي.

د مشال همکار ددغه روانې مقدمې په اړه د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر بيرسټر ارشد عبد الله نه پوښتلې چې عدالت ته ګواهان ولې نه پيش نه شول او ددې نه علاوه نور چې څومره مشکوک ترهګر نیول شوي دي د هغوی په ضد به مقدمې کله پېلېږي.؟

د صوفي محمد مقدمې ته ګواهان ولې حاضر نه شول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د صوفي محمد مقدمې ته ګواهان ولې حاضر نه شول