په کوټه کې ځانمرګی برید

تر ځانمرګي برید وروسته پولیس او ځايي اوسېدونکي سیمې ته راغلل

خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- د بلوچستان په مرکز کوټي کې، په هزاره ټاون سیمه کې د پولیسو په وینا يوه ځانمرګي په هغه وخت خپل ځان والوزاوو، چي هزاره ټاون سیمې ته يې د ننوتلو هڅه کوله.

د پېښي پرځاې کې ولاړ يوه عیني شاهد امجدعلي مشال راډيو ته وویل له دې ځانمرګي سره دوه نور کسان چي وسلې ورسره وې، د هزاره ټاون پر خوا راروان ول.

خو د ده په خبره هزاره ټاون ته تر ننوتلو له مخه ولوېد، او چاودنه یې وکړه.

((دا يو بریدکوونکی په هغه ځاي ووژل شو، او پاتې دوه نور بیرته په شا وتښتېدل.))
تر پېښي وروسته ګڼ شمېر خلک د پېښي ځای ته راغلل.

د کوټې پولیس وايي د همدې بریدکوونکي له جیبه يې پاکستانی شناختي کارډ تر لاسه کړی چي د دوي په خبره نوم يې پرویز الهي او د بلوڅ مېشتي سیمې ډېره الله یار اوسیدونکی دی.

د ویلو وړ ده چې په هزاره ټاون کې ټول هزاره ګان اوسي، چې تعلق يې له اهل تشیع فرقې سره دی.

که څه هم د ننۍ دې پېښي مسوولیت لا هم چا نه دی قبول کړی، خو په تېر وخت د داسې پېښو مسوولیت چې په کې د هزاره قبیلې یا اهل تشیع مسلک سره اړه لرونکي کسان په نښه کېږي، لښکر جهنګوي وسله والې ډلې قبول کړی.