سراج ظهیر - اسلام آباد
د برتانییا په لندن کې له تېرو درو اونیو راهیسې د پاکستاني کرکټ ټیم د درو لوبغاړو سلمان بټ،محمد عام او محمد آصف مقدمه روانه وه چې نن یې ورته سزاګانې واورولې.
د فیصلې اورولو په مهال د کراون عدالت جج کوک وویل چې د مظهرمجید په ګډون چې د دوی د لوبو فیکسینګ یې کړی وو په ګدو درو واړو لوبغاړو یو نیم لک پاونډ اخیستي ول.
محمد اصف پاکستانی کرکټر
د عدالتي فیصلی له مخې پخواني کپتان سلمان بټ ته دوه نیم کاله، محمد آصف ته یو کال او محمد عامر ته د شپږو میاشتو او مظهرمجید دوه کاله اته میاشتې لپاره د قید او جرمانې سزاګانې وارول شوې.او د هغوی د رحم اپیل یې رد کړ.د دې تر څنګ سلمان بټ به تقریبا دیرش زره پاونډه ، محمد آصف اته زره یو سل شل پاونډه ، او محمد عامر به څه له پاسه نهه زره پاؤنډه جرمان پرې کوي.
محمد عامر پاکستانی لوبغاړی
په دوي باندی په کرکټ لوبه کی د پيسو اخیستلو تورونه وو چې په ۲۰۱۰ م کال کې یې د لارډز په یو ټیسټ میچ کی نو بالز ورکړي چې د همدې پر سر یې له سټه بازانو (دلوبو جوارګر) نه پیسې اخیستې وې. او په همدې ګرم وګرځول شول.د کرکټ لوبو څېړونکی چشتي مجاهد وايي چې دوی واړو ته سمې سزاګانې اورول شوې دی.او د همدې اورونې تمه کېده.او که دوی ته دا سزا نه وای ورکړل شوې هم خو د هغوی مجرم ګرځول یې د بدنامۍ لپاره کافي وو.او پکار وو چې سزا ورته ورکړل شي.او له دې نه به نورو ته مالومه شي چې د قانون لاسونه ډېر اوږده دي.