په روزګان کې د ماين چاودنې يولس تنه ټپيان کړل.



د روزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې د ماين چاودنه شوې چې له امله يې د پوليسو په ګډون يوولس تنه ټپيان شوي دي.

د روزګان د امنيه قومندان وياند فريد عايل وايي چې چاودنه د هغو چاودېدونکيو توکو د چاودېدو له امله شوې ده چې وار له مخه په يو سايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د پېښې ځاى ته د پوليسو د پلې ګزمې له رسېدو سره چاودنه وشوه.
دى وايي د پېښې زيات قربانيان عام وګړي دي چې پکې دوه تنه پوليس او نهه تنه عام وګړي ژوبل شوي دي چې د چا روغتيايي حالت پکې د ادندېښنې وړ نه دى ښودل شوى .

تر اوسه پورې د پېښې مسوليت هم کومې ډلې نه دى منلى. خو افغان دولت ددغه ډول پېښو تر شا د وسله والو ډلو لاس بولي.