د سېند سېلاب ځپلو ته م م پیسې ځانګړې کړې

ملګرو ملتونو د پاکستان په سېند صوبه کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې يونيم کروړ روپۍ ځانګړې کړيدي.

د ملګرو ملتونو د بيړنۍ حالاتو د مخنيوي ادارې په خپله خبر پاڼه کي ويلي دي ، دا مرستي به په زرګونو هغه کورنیو کې وېشل کیږي چې سیلاب ځپلې دي. خبر پاڼه زياتوي ، د دې مرستو موخه سیلاب ځپلو ته اوبه ، خوراک او نورې روغتیايي اسانتياوي رسول دي. تر دې وړاندې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له نړيوالو څخه له سېلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه کړي وه.