د پاکستان او د امريکا ترمينځه پيچلو اړيکو له کبله امريکا د سامانونو د ليږلو لپاره اوزبکستان د متبادل لاري په توګه په استعمالو غور کوی.
له دې ګام سره د پاکستان اقتصاد څومره اغيزمن کيدي شي او څومره امکانات لري چې د اوزبکستان د لاری د ناټو د سامانونو وړل ممکن شي؟ په دې اړه د ګل ایاز شننیز رپورټ دلته اورېدای شئ:
اوزبکستان امریکا ته لاره ورکړه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
اوزبکستان امریکا ته لاره ورکړه
رویټرز خبري اژانس لیکي امریکا له اوزبکستانه دا غوښتنه ځکه کړې ده چې د پاکستان و امریکا اړیکي ترینګل شوي دي او له پاکستانه د سامان وړلو د لار په اړه اندېښنې دي.
د چارشنبې په ورځ، اوباما، کریموف ته د ازادۍ د ۲۰مې کالیزې مبارکي هم ورکړه او د افغانستان د ثبات او پرمختګ په اړه یې سره خبرې وکړې.
په تېر مهال کې امریکا، د اسلام کریموف پر حکومت د بشري حقونو پر معاملې انتقاد کړی وو.
رویټرز خبري اژانس لیکي، په امریکا کې تېره اوونۍ د سېنېټ د مرستو لپاره تخصصي کمېټۍ یو بل منظور کړی وو چې تر مخې به یې پر اوزبکستان د مرستو بندیزونه ختم شي. خو دا به یواځې په دې صورت کې کېږي چې د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ووايي چې افغانستان ته له اوزبکستانه د رسیدګۍ لپاره د دې کار اړتیا ده.