نقیب الله متونوال، مشال راډیو
کابل - د افغانستان د سولې عالي شورا پخواني ريیس استاد برهان الدین رباني جنازه د جمعې په ورځ وشوه او مړی یې په افغان پلازمېنه کابل کې خاورو ته وسپارل شو.
د استاد رباني د جنازې لمونځ د ولسمشر ماڼۍ یا ارګ په انګړ کې د استاد سیاف په امامت وشو.
د ولسمشر حامد کرزي تر خبرو او د جنازې له لمانځه مخکې، د استاد رباني تابوت په داسې حال کې، چې د افغانستان ملي بيرغ پرې غوړول شوى و، د جمهوري رياست د تشريفاتو د خاصې قطعې له خوا بدرګه شو.
وروسته د نړۍ له ځینو هېوادونو څخه راغلو مېلمنو او دېپلوماتانو د استاد مړي ته د درناوي مراتب وړاندې کړل.
ورپسې افغان ولسمشرحامد کرزي د استاد رباني لنډ ژوند لیک ولوست او استاد رباني یې یو لوی عالم ، مجاهد او متدین شخصیت وباله او ويې ويل، چې استاد د سيد جمال الدين افغاني د ويښتابه غورځنګ د لارې په پيروى ډېر او نه هېريدونکي خدمتونه کړيدي .
دغه راز ولسمشرکرزي استاد رباني ته د سولې د شهید لقب هم ورکړ، او زياته يې کړه : ((نن موږ د داسې يوه شخصيت په غم کې ژاړو، چې د علم او جهاد مشر و او په دې لاره کې يې سا ورکړه.))
وروسته د استاد رباني زوی او په ترکیې کې افغان سفیر صلاح الدين رباني د دوی د پلار جنازې ته راغلومېلمنو له راتګه مننه وکړه.
بیا د استاد رباني جنازه غرمه ۱۲ نیمې بجې د وزیرمحمد اکبرخان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
د استاد رباني دویم زوی د جنازې خاورو ته سپارلو په مراسمو کې په افغانانو غږ وکړ چې یوموټی شي او واحد پاتې شي ، او له خلکویې وغوښتل چې د دوی په خبره چې د دښمنانو د تبلیغاتو ښکار نه شي.
د افغانستان د وزيرانو شورا د استاد رباني د وژل کېدو په مناسبت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړى، چې په دې ترځ کې به د افغانستان بيرغ د هېواد دننه او بهر نيم ځوړند وي، دغه ماتم له پنجشنبې تر شنبې ورځې پورې دوام مومي.
استاد رباني د سه شنبې په ورځ د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې مازیګر مهال په خپل کور کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، او د ولسمشر سلاکار او د سولې عالي شورا د دارلاانشا ریس معصوم ستانیکزی او ځېنې نور ټپیان شول.