امریکا دې خپل ملګری له لاسه نه ورکوي: حنا

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره وايي که امريکا د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان پر کار تنقيد همداسې جاري وساتي نو خپل يو ملګری به له لاسه ورکړي.

دا خبرې حنا رباني کر له هغه وروسته کړي چې د امريکا د ګډو ځواکونو مشر تور لګولی وو چې پاکستان افغانستان ته ترهګري ليږدوي. د پنجشنبې په ورځ امريکايي سينيټ ته په وينا کې د امريکا د پوځيانو مشر ايډمرل مايک ملن وويل چې د پاکستان استخباراتي اداره (آی ايس آی) له حقاني ترهګرې شبکې سره اړيکې لري. مايک مولين پاکستان افغانستان ته د ترهګرۍ پر ليږدولو تورن کړ . خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر له پاکستاني ټي وي جیو نيوز سره په خبرو کې ويلي چې امريکا بايد پاکستان ځانته نه کړي.