په کراچۍ کې ځانمرګي برید اته تنه وژلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې چارواکي وايي چې په کراچۍ کې د پولیس د یوه چارواکي کور مخې ته ځانمرګی برید شوی دی. د چارواکو په خبره، په دې برید کې اته کسان وژل شوي دي. برید د ترهګرۍ د مخنیوي د څانګې د پلټنو د دفتر د مشر چودري اسلم کور مخې ته شوی دی. اسلم په دې برید کې بچ شوی دی او تر پېښې وروسته یې پر ټیلي ویژن ویلي دي چې د اورپکو لخوا یې ګواښونه تر لاسه کړي ول.