په کوز دیر کې د برید پړه طالبانو منلې

د پاکستان وسله والو طالبانو د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې پر جنازې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

په کوز دیر کې تر شوي ځانمرګي برید وروسته د وژل شویو شمېر ۲۷ ته رسېدلی دی. برید په کوز دیر کې د صدبر په نوم په یوه کلي کې د پنجشنبې په ورځ شوی دی. پولیس وايي، د برید پر مهال، د ځايي لښکر د یوه مشر جنازه کېده چې ځانمرګی راغی او ځان یې په چاودېدونکو موادو والوزاوه. پولیس وايي په دې پېښه کې ۶۷ کسان ژوبل شوي دي. ځايي خلک وايي د پېښې پر مهال ښکار شوي ټول عام وګړي دي.