په سېند کې سلاونو نور تاوانونه اړولي

له روانو بارانونو او سیلاونو په لکونه خلک اغېزمن شوي دي

په سېند صوبه او سرښار کراچۍ کې د بارانونو او تباه کونکو سیلابي څپو لړۍ دوام لري. د مشال ریډيو خبریال وايي ، په سیمه کې د شپې له ۷ بجو راهیسې پًیل شوی باران تر ۱۸ ساعته دوام کړی. د بارانونو او سیلابونو په دې لړۍ کې لږترلږه ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

د بارانونو له وجې به نن هم په ښار کې سرکاري ادارې تړولې وي.

د دې بارانونو او سیلابونو له وجې په ټوله صوبه کې تر ټولو متاثره د بدین سیمه ده.

د دې سیمې یو اوسیدونکي نصیب الله مشال رډيو ته وویل،له راغلیو بارانونو ځخه غوماشي زیات شوي چې ډېر خلک یې ناروغه کړړي او هسپتالونه ترې ډک دي.او په ښار کې د خلکو کاربارونه هم سخت زیانمن شوي دي.

له سیلاوو ځپلو سره د نړیوالې مرستندویه ادارو مرستې هم روانې دي. تراوسه پورې په دې صوبه کې ۵۳ لکه خلک سیلاوونو اغیزمن کړي او ۲۹ زره کلي یی لاندې کړي دي.

امریکا ویلي که د طوفاني سیلابونو په لړ کې د امریکا نه د نور امداد غوښتنه وشوه نو غور به پرې کوي.