په خیبر کې پنځه کسان سیلاونو وړي دي

د مشال ریډیو خبریال د لواړګی مرستیال پولیټیکل ایجنټ له خولې وایي چې د پیښور او تورخم تر مینځ په لویه لاره په وليخیلو سیمه کې د سورلو دري ګاړی د شپاړسو سورلو سره په سیلاو کې وبهیدل چی په ترڅ کې یې څلور میرمني ووژل شوي او پینځه کسان یی په ژوبل شوی حالت کې ژوندي را ویستل، او شا و خوا اووه کسان لا هم بی درکه دي.
دوی وایی چی اوس سیلاو کم شویدی ،او لویه لاره یې د هر ډول تګ راتګ د پاره خاصه کړېده.
د افاتو د نظم صوبايي ادارې د اتوار په ورځ په سیمه کې د زیات باران کېدلو خبرداری ورکړی .