د چترال پر پېښه له افغانستانه د پاکستان احتجاج

اورپکو طالبانو تر دې وړاندې په بره دیر کې هم پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو برید کړی وو او ۴۵ تنه یې وژلي وو.

پاکستان د هغې پېښې پر سر افغانستان ته احتجاج کړی دی چې له دې هیواد څخه اورپکو د پاکستان شاوخوا پنځویشت امنیتي عسکر ووژل.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر ویلي چې د خیبر پښتونخوا د چترال په سیمه کې د شنبې په ورځ رامنځ ته شوې دې پېښې پر سر یې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتي چارواکو ته رسمي احتجاج کړی دی.

ددغه اورپکو طالبانو په اړه ویل کېږي دوی په هغو سیمو کې پناه اخلي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان پکې ځای پر ځای دي.

رپوټونه وايي چې په سلګونه اورپکي د شنبې په سهار وختي له افغانستانه اوښتي او د پاکستان د چترال په سیمه کې یې پر یوه امینتي پوسته برید کړی چې د پاکستانیو چارواکو په وینا پنځویشت عسکر په کې وژل شوي دي.

خو رپوټونه د ځینې نورو چارواکو له خولې لیکي چې په دې پېښه کې د وژل شوو پاکستانیو عسکرو شمېر لږ تر لږه پنځه دېرش وو.

بل پلو پاکستاني ځواکونه وايي چې د دې پېښې په ترڅ کې یې د جګړې پر مهال دولس اورپکي وژلي دي.

پاکستان وايي چې ناټو او د افغانستان دولت باید د هغو پاکستاني طالبانو مخه ونیسي چې په پاکستان کې له حملو وروسته د افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې پناه اخلي؛ خو افغانستان په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان پوځ او ملېشه ځواک د افغانستان پر کلیوالي سیمو د درنو وسلو په وسیله پر حملو تورن کړی او احتجاجونه یې کړي دي.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند وايي چې په چترال کې برید پاکستانیو طالبانو کړی دی .دده په خبره دا هغه طالبان دې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته اوښتي دي او وخت په وخت د خپل غچ اخیستو لپاره دې غاړې ته پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

ددغه اورپکو طالبانو په اړه ویل کېږي دوی په هغو سیمو کې پناه اخلي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان پکې ځای پر ځای دي.

د سږکال د جولای په میاشت کې هم شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني طالبانو په بر دیر کې د پاکستان د ملېشه ځواکونو پرچوکیو برید وکړ او ۴۵ تنه یې ووژل.