بې پیلوټه الوتکه غورځېدلې ده

په پاکستان کې چارواکي وايي د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د پنجشنبې په ماښام یوه مشکوکه بې پیلوټه الوتکه غورځېدلې ده.

چارواکو مشال راډیو ته ویلي، الوتکه د افغانستان له پولې سره نېږدې، په پاکستانۍ سیمه کې د نیم پوځي ځواک ایف سي له سر دفتر سره لوېدلې ده. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر آی ایس پي آر د پېښې پخلی کړی دی.