د رفيق شنواري د موسيقۍ تصوفي رنګونه

رفيق شنواري د پښتنو یو محبوب سندرغاړۍ او موسيقار



ارواښاد رفيق شنواری د پښتنو هغه محبوب سندرغاړۍ او موسيقار ياديږي چې د قوالۍ د خپلو ځانګړو اندازونو له لارې يي د پښتنو صوفي شاعرانو د مينې او انسان دوستۍ افکار ولس ته رسولي دي-

نوموړي د راډيو او ټلويزيون سربيره د پښتو فلمونو له پاره هم موسيقي جوړه کړې او د خونده ورو نغمو او سندرو بيش بها خزانه يي د پښتو موسيقۍ مينه والو ته په ميراث پرييښې ده-

د سندرو اميل د دې اوونۍ خپرونه هم د رفيق شنواري د ژوند او فن حال ته ځانګړې شوې-

دا خپرونه هارون باچا جوړوي-